سوات کښې د کبل پوليس سټيشن ګيټ سره نيزدې بمي چاؤدنه شوې، آر پي او ملاکنډ تصديق کړې چې دا خودکش حمله وه، چې پکښې پنځه پوليس اهلکارانو پشمول ديارلس کسان شهيدان شوي، او شل کسان سخت ژوبل شويدي،آر پي او ملاکنډ ترمخه ژوبل کسان سيدو شريف هسپتال ته منتقل کړې شوي،چې پکښې د بعضو حالت نازک ښودلې شوې، خودکش حمله آور پوليس کمپاؤنډ کښې داخليدو هڅه کوله، کومه چې ناکامه کړې شوې ده ۔
سوات: د آر پي او ملاکنډ سيد فدا حسن شاه وينا ترمخه په کبل پوليس سټيشن په ګيټ خودکش حمله آور پوليس کمپاؤنډ ته د داخليدو کوشش کولو چې پوليس ځوانانو هغه منع کړې او بهر په ګيټ ئې خپل ځان اولوزولې دې ۔
آر پي او مطابق هغه وخت کښې بهر په کبل چوک کښې امن مظاهره هم روانه وه ، چاؤدنه کښې ديارلس کسان شهيدان شوي چي پکښي پنځه پوليس ځوانان او اتۀ عام کسان شامل دي ۔
آر پي او ملاکنډ سيد فدا حسين شاه مخکښې وئيلي دي چې د خودکش حمله آور سر ميلاؤ شوې دې او د پيښې نور تحقيقيات هم شروع کړې شويدي ۔
د پيښي وروستو پوليس او ريسکيو ژوبل کسان او مړي هسپتال ته منتقل کړي، چاؤدنې لوجي شل کسان ژوبل شوي هم دي،ژوبل کسانو کښې څوارلس پوليس اهلکاران او شپږ عام وګړي شامل دي ۔
بلخوا هسپتال ذرائعو وئيلي دي چې د يو شمير ژوبل کسانو حالت تشويشناک دې،په هسپتال کښې ايمرجنسي نافذ کړې شوې، ډي پي او سوات، آر پي او ملاکنډ او عوامي منتخب نمائندګانو د هسپتال مخه کړي چرته چې ئې د ژوبل کسانو علاج روان دې ۔
هسپتال ذرائعو وئيلي چې ژوبل کسانو ته د وينې سخت ضرورت هم دې او د خلقو ته ئې اپيل کړې چې د وينې لپاره دې هسپتال ته ځان اورسوي ۔

