د هنګو خزينه بانډه کښې پوليس په چيک پوسټ ترهه ګرو حمله کړې، ضلعي پوليس افسر طارق حبيب وئيلي دي چې آپريشن دوران ترهه ګرو د ډي ايس پي په ګاډي ډزې کړې، ډزو کښې ډي پي ايس پي سټي ديار خان پشمول لس پوليس اهلکاران شهيدان شوي، او جوابي کاروائۍ کښې پنځلس پورې ترهه ګر وژلي شوي دي ۔
د هنګو ضلعي پوليس مشر طارق حبيب وئيلي دي چې د هنګو خزينه بانډه سيمه کښې ترهه ګرو پوليس په چيک پوسټ حمله کړېده ۔
ترجمان وائي چې آپريشن دوران ترهه ګرو د ډي ايس پي په ګاډي ډزې کړېدي، ډزو کښې ډي پي ايس پي سټي ديار خان پشمول لس اهلکاران شهيدان شوي او اووۀ ويشت نور سخت ژوبل شوي دي ۔
هنګو حملې دوران شهيد شوي پوليس اهلکار خپلو آبائي سيمو کښې خاورو ته سپارلي شويدي،د شهيدانو جنازه هنګو پوليس لائن کښې ادا شوې، چې پکښې ګڼ شمير کښې خلقو ګډون کړې ۔
د ترهه ګرو حمله کښې ډي ايس پي ديارخان پشمول لس اهلکار شهيد او اووۀ ويشت ژوبل شوي وو،د جوابي کاروائې دوران پنځلس ترهه ګر هم وژلي شوي ۔
انسپکټر جنرل آف پوليس خېبر پښتونخوا ذوالفقارحميد د هنګو او پيښور هسپتالونو دوره کړې او ژوبل پوليس اهلکارو عيادت کړې او د هغوي لوړې حوصلې ئې ستائلي دي ۔
بلخوا صدر آصف علي زرداري،وزيراعظم شهباز شريف،داخله وزير محسن نقوي،د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي او وزيراعلیٰ سهيل آفريدي د هنګوحملې مذمت کړې او حمله کښې شهيد پوليس اهلکارو ته ئې خراج تحسين وړاندې کړې ۔
صدر او وزيراعظم د جوابي کاروائۍ دوران پنځلس شرخوښي وژلو باندې د پوليس د اقدماتو ستائنه کړې او وئيلي دي چې د ترهه ګرۍ مکمل خاتمې پورې به د سيکيورټي فورسز عمليات جاري وي ۔

