حکومت د پټروليم مصنوعات په قيمتونو کښې د نورې اضافې اعلان کړې، د پټروليم ډويژن اعلاميې مطابق پټرول قيمت کښې څلور روپۍ او څلويښت پيسې او ډيزل قيمت کښې درې روپۍ دوه شپيتۀ پيسې لټر په سر اضافې اعلان شويدې ۔
اسلام آباد: د پټروليم ډويژن له لوري جاري اعلاميه کښې وئيلي شوي چې د پټرول او ډيزل قيمت کښې يوې ورځې لپاره د اضافې اعلان شويدې ۔
اعلاميه کښې وئيلي شوي چې پټرول قيمت کښې څلور روپۍ څلويښت پيسې اضافه شوې، چې ورسره د دې نوې نرخ د لټر په سر درې سوه، يوديرش روپۍ او دوه پنځوس پيسې مقرر کړې شويدې ۔
اعلاميې مطابق ډيزل قيمت کښې درې روپۍ دوه شپيتۀ پيسې في لټر اضافه شوې چې ورسره د ډيزل نوې قيمت في لټر درې سوه، اووۀ اوويا روپۍ او شپږ شپيتۀ پيسې مقرر کړې شويدې ۔
پټروليم ډويژن مخکښې وئيلي چې د پټروليم مصنوعاتو نوې نرخ تعين اوګرا لخوا د يوې ورځې لپاره شوې ، کوم به چې سبا يعنې څليريشتمې جولائۍ د شپې دولس بجو پورې نافذ وي ۔

