د بلوچستان مستونګ ضلع کښې سيکيورټي فورسز په خفيه اطلاعات آپريشن کړې، چې پکښې شپږ ترهه ګر وژلي شوي، سيکيورټي ذرائعووئيلي چې آپريشن دوران نيولې شوي ترهه ګرو کښې سهولت کار پشمول زنانه او نارينه خودکش بمبار هم شامل دي، ذرائعو وينا ترمخه کاروائۍ دوران د ترهه ګرو ټهکانو نه لوئې مقدار کښې وسله او ګوله بارود هم ترلاسه شوي ۔
سيکيورټي سرچينو ترمخه بلوچستان کښې انټيلي جنس بيسډ آپريشن کاميابې سره روان دې، سيکورټي فورسز د ترهه ګرو خلاف کاروائيانې نورې تيزې کړي، فورسز د بلوچستان ضلعې مستونګ په کهډ کوچه سيمه کښې کاروائۍ دوران شپږ ترهه ګر وژلي دي ۔
سرچينې وائي چې کاروائي دوران يو شمير ترهه ګر ګرفتار کړې شوي هم دي، نيولي شوؤ ترهه ګرو کښې سهولت کار پشمول نارينه او زنانه خودکش بمبار هم شامل دي ۔
سيکيورټي فورسز موثر کاروائۍ کښې د ترهه ګرو يو شمير ټهکانې په مکمله توګه تباه کړيدي، د ترهه ګر ټهکانو نه لوئې مقدار کښې وسله او ګوله بارود هم برآمد شويدي .
سيکيورټي ذرائعو مخکښې وئيلي چې په علاقه کښې سرچ او کليئرنس آپريشن روان دې، فورسز لخوا مکمل نګراني برقرار ده، د ترهه ګرۍ خاتمې او خطه کښې امن و امان قائمولو پورې به کاروائيانې جاري وي ۔

