پاکستان تحريک انصاف د خپلو مطالبو لپاره د مولانا فضل الرحمان په شان سخت رويه خپلولو فيصله کړيده،ذرائعو ترمخه وزيراعلیٰ هاوس پيښور کښې د پي ټي آئي د اعلیٰ قيادت په غونډه کښې فيصله شوې چې د پارټۍ باني د رهائۍ لپاره به د مولانافضل الرحمان پشان سخت موقف خپلولې شي، دې سلسله کښې مولانا فضل الرحمان او نور سياسي پارټو سره د رابطو فيصله هم شوې ۔
ذرائعو وينا مطابق تيره ورځ وزيراعلیٰ هاوس کښې شوې غونډه کښې د باني چيئرمين رهائۍ لپاره سخت موقف خپلولو باندې اتفاق شوې او د باني د خوشې کيدو لپاره مختلف آپشن زير غور راغلي وو ۔
ذرائع زياته کړې چې په راتلونکي وخت کښې د باني چيئرمين رهائۍ لپاره د مولانا فضل الرحمان په شان سخت موقف خپلولو باندې هم اتفاق شويدې ۔
ذرائع د دې خبرې تصديق کړې چې پي ټي آئي اعلیٰ قيادت د تحريک چلولو لپاره نور سياسي جماعتونو سره سره مولانا فضل الرحمان سره د مذاکرات کولو باندې هم متفق شويدې ۔
د پي ټي آئي اندروني ذرائع مطابق د پي ټي آئي اعلیٰ قيادت د عدالتونو د کردار نه مايوسه شوې او فيصله ئې کړې چې اوس به د باني چيئرمين رهائۍ لپاره د عدالتونو رخ کولو په ځائې عوامو ته تلل وي ۔

