حکومت د پټروليم مصنوعات په قيمتونو کښې د نورې اضافې اعلان کړې، د پټروليم ډويژن اعلاميې مطابق ډيزل قيمت کښې اووۀ روپۍ درې اتيا پيسې او پټرول قيمت کښې شپږ روپۍ او نهه ديرش پيسې لټر په سر اضافې اعلان شويدې ۔
اسلام آباد: د پټروليم ډويژن له لوري جاري اعلاميه کښې وئيلي شوي چې د ډيزل او پټرول قيمت کښې يوې ورځې لپاره د اضافې اعلان شويدې ۔
اعلاميې مطابق ډيزل قيمت کښې اووۀ روپۍ درې اتيا پيسې في لټر اضافه شوې چې ورسره د ډيزل نوې قيمت في لټر درې سوه، پنځه اوويا روپۍ او څلور پيسې مقرر کړې شويدې ۔
اعلاميه کښې وئيلي شوي چې پټرول قيمت کښې شپږ روپۍ نهه ديرش پيسې اضافه شوې، چې ورسره د دې نوې نرخ د لټر په سر درې سوه، اووۀ ويشت روپۍ او دولس پيسې مقرر کړې شويدې ۔
پټروليم ډويژن مخکښې وئيلي چې د پټروليم مصنوعاتو نوې نرخ تعين اوګرا لخوا د يوې ورځې لپاره شوې ، کوم به چې سبا يعنې دري ويشتمې جولائۍ د شپې دولس بجو پورې نافذ وي ۔

