فيلډمارشل عاصم منيرمشرۍ کښې کورکمانډرزکانفرنس کښې د ملک سلامتيا، قامي دفاع ،ترهه ګرۍ اوعلاقائي صورتحال باندې غور شوې، آئي ايس پي آر مطابق معرکه حق کښې شکست نه پس د هائيبرډ وار فيئر او دروغو بيانيې په ذريعه بدامني خورولو کوشش کوي،غونډې فيصله کړې چې بهرنۍ مرستې سره انتشارخورونکي به بلاتفريق خپل انجام ته رسولې شي،آئي ايس پي آر واضحه کړې چې پاکستان ترهه ګرۍ خلاف د اولس تحفظ کولو حق لري، د طالبانو زير قبضه علاقو نه پاکستان کښې دهشتګردي کونکو خلاف به آپريشن غضب للحق جاري ساتلې شي ۔
پندۍ( لياقت علي خټک) د پاک فوج اطلاعاتو شعبې له لوري جاري بيان کښې وئيلي شوي چې فيلډ مارشل سيد عاصم منير په مشرۍ کښې کورکمانډرز کانفرنس شويدې ۔
آئي ايس پي آر وئيلي چې د غونډې شرکاؤ خطې کښې د پائيدار امن و استحکام د افغان طالبانو زير قبضه علاقو نه د بهارتي پراکسي مخنېوې سره تړلې شويدې، پاکستان د دهشتګردۍ خلاف د خپل اولس تحفظ او دفاع مکمل حق لري ۔
شرکاؤ کشمير د پاکستان شهه رګ ګرځولې دې، او مقبوضه کشمير کښې روان انساني حقوقو سنګين خلاف ورزو ئې سختو ټکو کښې غندنه کړېده، شرکاؤ مقبوضه کشمير کښې يکطرفه آبادياتي تبديلې پاليسې رد کړېدي،کشميريانو ته دې سلامتي کونسل قراردادونو مطابق حق خود اراديت ورکړي شي ۔
کانفرنس شرکاؤ د سندهه طاس معاهدے په اړه د بهارت بيانونو سخت نوټس اخېستې دې او ووئيل چې جائز اوبو برخه دستيابي يقيني جوړ ولو لپاره به ټول ضروري اقدامات کولې شي،کانفرنس کښې علاقائي استحکام ته وده ورکولو او کشيدګي کښې کمې باندې د پاکستان تعميري کردار ته خراج تحسين وړاندې کړې شويدې ۔
فورم مطابق معرکه حق کښې عبرتناک شکست وروستو دښمن غواړي چې هائيبرډ وار فيئر او دروغو بيانې سره ئې بدامني خوره کړي ۔
شرکاؤ عزم اظهار کړېدي چې پاک فوج به د افغان طالبانو زير قبضه علاقو نه کېدونکې ترهه ګرې خلاف کارروائيانې جاري ساتي، افغان طالبانو ذمه داري ده چې هغوي خپله خاوره د پاکستان خلاف استعماليدو ته ورنکړي ۔
آئي آئي ايس پي آر مطابق په دې موقع فيلډ مارشل وئيلي دي چې د پاکستان خودمختاري او قامي مفادات تحفظ به په هر قيمت يقيني جوړ ولې شي ۔

