خېبرپښتونخوا وزيراعلیٰ سهيل خان آفرېدي د نوي مالي کال لپاره حکومتي پاليسي واضحه کړې او وئيلي دي چې د کرپټ او نااهله افسرانو خلاف به بلا امتیاز کارروائي کېږي، هيچاته به هم د کرپشن کولو اجازت ورنکړې شي، وزيراعلې د کابينې غړو او انتظامي سيکرټريانو ته هدايت کړی چې د اولس مسئلې دې په ترجيحي بنيادونو حل کړي ۔
پيښور: د خيبر پښتونخوا وزيراعلی سهيل خان آفرېدي د نوې مالي کال لپاره د حکومتي پاليسۍ واضحه کولو په وخت د کابينې غړو او انتظامي سيکرټريانو ته خصوصي هدايات کړي دي ۔
وزيراعلی خيبر پښتونخوا د صوبې سيکريټريز او نور انتظامي افسرانو ته وئيلي دي چې د اولس مسئلې دې په ترجيحي بنيادونو حل کړي ۔
سهيل آفريدي مخکښې وئیلي دي چې ھرہ محکمه دې خپل کمپلېنټ سېل جوړ کړي او ترقياتي منصوبې دې په ټاکلي وخت سرته اورسوي ۔
وزيراعلی زياته کړه چې درې مياشتې پس به د ټولو محکمو د کارکردګۍ جائزه اخيستل کېږي او د نتيجو په بنياد به سزا او جزا ورکولې شي ۔
سهيل آفريدي خپله وينا دوران واضحه کړې چې د کرپټ او نااهله افسرانو خلاف به بلا امتیاز کارروائي کېږي، هيچاته به هم د کرپشن کولو اجازت ورنکړې شي ۔

