د وزيراعظم شهبازشريف او ترک صدر طيب اردووان تجارت، دفاع، سرمايه کاري او دواړه خيزه تعلقات نور مضبوطولو او هر حالت کښې يو بل سره کلک اودريدو عزم څرګندکړې، وزيراعظم وئيلي چې پاکستان او ترکيه تعلقات يو ځانګړې تاريخ لري،دواړه ملکونه دوه زړونه او يوځان دي،د ترک صدر مخلصانه حمايت لوجې پاکستان ته د ثالثۍ کردار ميلاؤ شوې،بلخوا ترک صدر وئيلي چې عالمي امن لپاره د اسلام آباد مفاهمتي ياد داشت انتهائي اهم دې، ترکيه به دپاکستان هرې شعبه کښې بهر پور ملاتړ جاري ساتي .
استنبول کښې وزيراعظم شهبازشريف سره مشترکه خبري غونډې ته ترک صدر طيب اردوان خپله وينا کښې وئيلي دي چې وزيراعظم شهبازشريف سره مې ملاقات کښې دواړه خيزه تعلقات، علاقائي او عالي امور، تجارت، سرمايه کاري او دفاعي تعاون پشمول مختلفو شعبو باندې تفصيلي خبرې کړېدې ۔
هغه اووئيل چې پاکستان او ترکيه تعلقات مضبوط بنيادونو باندې قائم دي، دواړه ملکونه هر مشکل وخت کښې يو بل سره اودرېدلي دي، اسلام آباد مفاهمتي ياد داشت عالمي امن لپاره نهايت اهم پرمختګ دې، د پاکستان امن، ترقي او خوشحالۍ لپاره اقدامات د ستائنې وړ دي، ترکيه به هميشه د دغه کوششونو حمايت جاري ساتي ۔
په دي موقع وزيراعظم شهبازشريف اووئيل چې پاکستان او ترکيه اولس ترمينځ تعلقات صرف سفارتي نه بلکه د زړونو رشتے دي، ترکيه جنګ آزادې کښې د برصغير مسلمانانو بهرپور حمايت کړې،پاکستان او ترکيه تعلقات يو ځانګړي تاريخ لري ۔
هغه اووئيل چې زلزلو، سيلابونو او نور قدرتي آفات دوران ترکيه د پاکستان هميشه مرسته کړې، پاکستان او ترکيه دوه زړونه او يو ځان دې، صدر اردوان په مشرۍ کښې ترکيه مختلفو شعبو کښې غير معمولي ترقي کړيې، پاکستان ترکيه سره په ملګرتيا وياړ کوي ۔
وزيراعظم زياته کړې چې صدر اردوان سره جامع، مثبت او تعميري خبرې اترې شوي، پاکستان او ترکيه دوه اړخيزه تجارتي حجم پينځه ارب ډالر پورې رسولو هدف لپاره پرعزم دي ۔

