د خيبر پښتونخوا کابينې اين ايف سي ايوارډ کښې صوبې ته پوره برخه نۀ ورکولو خلاف اعلیٰ عدليه سره رجوع کولو منظوري ورکړې او د دې لپاره ئې درې کروړه روپۍ هم مختص کړي دي، چې قانوني ټيم ته به ورکړې کيږي، کابينې د وادي تيراه نه بے کوره شوي کورنو لپاره پنځه ارب، نهه څلويق کروړه نهه څلويښت، نوي لکه، اووۀ اوويا زره روپۍ اضافې فنډ منظوري هم ورکړي ۔
پيښور: د وزيراعلیٰ محمدسهيل آفريدي په مشرۍ کښې تيره ورځ شوې د خېبرپښتونخوا کابينې د فيصلو تفيصلات جاري شوي دي ۔
اجلاس نه پس د وزيراطلاعات شفيع جان وئيلي دي چې صوبائي کابينې خېبر پښتونخوا کامرس اينډ ټريډ سټيټسټکس رولز دوه زره شپږويشت منظوري ورکړې ده ۔
هغۀ اووئيل چې کابينې د کوهستان مالياتي سکينډل نه د نيب په ذريعه ترلاسه شوي د سرو زرو قيمت او جانچ پړتال لپاره رجسټرډ ايس ائير باقاعده منظوري ورکړې ده ۔
شفيع جان زياته کړې چې کابينې د ايکسائز اينډ ټيکسيشن نارکاټيکس کنټرول شهيد شوي اهلکارانو لپاره د شهدا پيکج منظوري هم ورکړيده، کابينې تمباکو باندې فيډرل ايکسائز ډيوټي متعلق کيس پيروي لپاره د سينئر او آئيني قانون دان خدمات ترلاسه کولوفيصله کړې ۔
شفيع مخکښې اووئيل چې کابينې د قبائلي ضلع خېبر په جمرود سيمه کښې ريجنل پروفيشنل ډي ويلپمنټ سنټر په موجوده ودانۍ کښې ميډيکل کالج جوړولو فيصله کړې او د دې باقاعده منظوري ئې هم ورکړيده ۔

