خېبرپښتونخوا اسمبلۍ د راتلونکي مالي کال دوه زره شپږ ويشتم اووۀ ويشتم لپاره د بجټ منظوري ورکړې ده، دې لړ کښې ايوان د سالانه ترقياتي پروګرام کښې د تراميم منظوري هم ورکړېده ۔
پېښور: د خېبر پښتونخؤا وزير قانون او وزير خزانه آفتاب عالم او نور متعلقه وزيرانو د شپږ شپيتۀ مطالباتِ زر او د سالانه ترقياتي پروګرام لپاره جدا جدا تحريکونه ايوان کښې وړاندې کړي وو ۔
د اسمبلۍ سپيکر بابر سليم سواتي دغه ټول تحاريک باندې ايوان نه رائے شماري اخستې او د خپلو اختياراتو استعمال نه پس ئې ټول تحاريک سرته رسولې دي ۔
خېبر پښتونخوا اسمبلۍ د شپړ شپيتۀ مطالباتِ زر په مد کښې په مجموعي ډول دوه زره، يوسل، اوويا ارب روپو منظوري ورکړې، صوبائي اسمبلۍ لپاره د مطالباتِ زر په مد کښې د دوه شپيتۀ کروړ او نهه اوويا لکه روپو منظوري هم ورکړېده ۔
صوبائي اسمبلۍ د خزانې محکمې لپاره د اوولس ارب ، دري اوويا کروړ ، داخله محکمې لپاره څلور ارب، شپږ پنځوس کروړ نه زيات روپو منظور ورکړې، ايوان کښې د اعلی تعلیملپاره هم د دوه پنځوس ارب، شپږ څلويښت کروړ او لس لکه روپو منظوري ورکړې شويده ۔
ايوان صحت محکمې لپاره مطالباتِ زر په مد کښې د دوه کهرب، دوه شپيتۀ ارب او دوه شپيتۀ کروړ او مواصلات لپاره د اووۀ ارب، اووۀ اوويا کروړ ، اوبۀ خور لپاره د يوولس ارب ، اووۀ ويشت کروړ منظوره هم ورکړې ده ۔
دغه شان ايوان د نورو محکمو لپاره هم د مطالباتِ زر منظوري ورکړې ده ۔

