د ايران صدر مسعود پزشکيان په يو ورځنې دوره پاکستان ته رارسيدلې دې، صدر مملکت آصف زرداري، وزيراعظم شهبازشريف، داخله وزير محسن نقوي او نور چارواکو د درون ميلمه تود هرکلې کړېدې ۔
د ايراني صدر مسعود پزشکيان جهاز اسلام آباد کښې نور خان ايئر بيس ته رارسيدلې، چرته چې صدر آصف علي زرداري، وزيراعظم شهبازشريف، نائب وزيراعظم اسحاق ډار ، داخله وزير محسن نقوي او نور چارواکو د درون ميلمه تود هرکلې کړېدې ۔
ايراني صدر ته اسلام آباد ته رارسيدو باندې د يويشت توپو سلامي وړاندې کړې شوې، نور خان ايئر بيس باندې د پاک فضائيه طيارو هم ايراني صدر ته سلامي پيش کړېده ۔
ايراني صدر چې کوم جهاز کښې راغلې ، د هغې نوم ميناب ايران کښې په سکول حملې دوران شهيد شوي ماشومانو په نوم ايښودې شوې دې ۔
ايراني صدر مسعود پزشکيان په دوئم ځل د پاکستان په دوره راغلې، او هغه د وزيراعظم شهبازشريف په خصوصي بلنه د پاکستان دوره کوي ۔
ايراني صدر به خپل پاکستان هم منصب، وزيراعظم شهبازشريف او نور اهم چارواکو سره ليدۀ کاتۀ کوي ، چې پکښې به د ايران امريکې لوظنامې او مذاکراتو پشمول د پاکستان او ايران په اړېکو خبرې کيږي ۔
وئيلي کيږې چې ايرانيه صدر به د واشنګټن او تهران ترمينځ تاؤ تريخوالي خاتمه کښې د پاکستان د کوششونو ستائنه کوي او د پاکستان سياسي او عسکري قيادت شکريه به هم ادا کوي ۔

