ايران امريکه مذاکراتو کښې اهم پرمختګ مخې ته راغلې، فريقينو د جوهري شخړې، معاشي بنديزونو او بيا بحالۍ چارو متعلق ورکنګ ګروپس قائمولو باندې اتفاق کړې دې ۔
تهران: د ايران سرکاري خبري ادارې مطابق سويټزرلينډ کښې مذاکرات کار په څلور ورکنګ ګروپونو قائمولو متفق شويدي، چې پکښې بنديزونو کښې نرمي، جوهري معاملات، اقتصادي تعمير نو او، مانيټرنګ او نفاذ شامل دې ۔
خبري اداره مخکښې وائي چې ورکنګ ګروپونه به د معاهدې تکنيکي تفصېلاتو عملدرآمد او مختلف نورو شعبو کښې د مذاکراتو ذمه وار وي ۔
بلخوا د ايران وزارت خارجه ترجمان وئيلي دي چې نائب وزير خارجه کاظم غريب آبادي به د ايراني تکنيکي وفد مشري کوي ۔

