د ايران صدر مسعود پزشکيان د اسلام آباد مختصر دورې امکان، ذرائع وائي چې ايراني صدر د پاکستان دورې پرمهال د سياسي او فوځي قيادت سره ملاقاتونه متوقع دې ۔
سفارتي سرچينو مطابق ايراني صدر مسعود پزشکيان شکريه ادا کوؤلو لپاره پاکستان ته راتلو امکان دې، وئيلي کيږي چې هغه سباله د اسلام آباد دوره اوکړي ۔
د پاکستان او قطر په ثالثۍ کښې د ايران او امريکې ترمينځ مذاکراتو کښې اهم پرمختګ شوې، دوانړه فريقين د حتمي ډيل لپاره د شپيتو ورځو په روډ ميپ صلاح شويدي ۔
ددې سره سره د امريکې نائب صدر جے ډي وينس هم د پاکستان سفارتي کوششونو اعتراف کړې او وئيلي دي چې پاکستان سره مونږ مينه لرو، ثالثې عمل کښې کردار ادا کوؤلو باندې د پاکستان شکرګزار يو ۔

