د پاکستان په کوششونو مشرق وسطیٰ امن بحالۍ په لور مهم پرمختګ، د ايران او امريکې ترمينځ امن معاهده نن لاس ليک کيږي، امريکني صدر ډونلډ ټرمپ تصديق کړې چې ايران سره نن معاهده کيږي چې د هغې وروستو به آبنائے هرمز په فوري توګه د ټولو لپاره کهلاؤلې شي ۔
دا څرګندونې د امريکې صدر ډونلډ ټرمپ واشنګټن کښې سوشل ميډيا باندې خپل يو پيغام کښې کړي دي ۔
صدر ټرمپ د مذاکراتو تعطلۍ خبرونه بے بنياده ګرځولې او وئيلي دي چې د واشنګټن او تهران ترمينځ مذاکرات تسلسل سره جاري دي، تير څو ورځو دوران د مذاکراتو سلسله نۀ ده اودريدلې ۔
صدر ټرمپ دا هم وئيلي چې اوس وخت راغلې چې په څۀ نه څۀ طريقه باندې معاهده اوشي، د دې وروستو به آبنائے هرمز د تجارتي آمدورفت لپاره پرانستلې شي ۔

