د شمالي وزيرستان ميران شاه سيمه کښې سيکيورټي فورسز کامياب عمليات کړې، آئي ايس پي آر وائي چې کارروائې کښې يويشت ترهه ګر وژلي شويدي، چې پکښې څلور اهم کمانډران هم شامل دي، وژلي شوي کسان د ترهه ګرې مختلف پيښو کښې ککړ وؤ، آئي ايس پي آر وئيلي چې تير درې ورځو کښې د وژلي شوي ترهه ګرو شميره اتۀ څلويښت ته رسيدلې ده ۔
د پاک فوج اطلاعاتو شعبې له لوري جاري بيا ن کښې وئيلي شوي چې د شمالي وزيرستان په ميران شاه سيمه کښې موجود ترهه ګرو خلاف په خفيه اطلاع کاميابه کاروائي شوې ده ۔
آئي ايس پي آر وئيلي دي چې تازه کاروائۍ کښې نور يويشت ترهه ګر وژلي شوي ، چې ورسره تير شوي دوه اوويا ګهنټو دوران د وژلي شوي ترهه ګرو شميره اتۀ څلويښت ته رسيدلې ده ۔
آئي ايس پي آر مخکښې وئيلي چي وژلې شوې ترهه ګرو کښې خالد رضا عرف سالار ، مفتون ، موسیٰ او عمران عرف ايان شامل دي ۔
آئي ايس پي آر زياته کړې چې وژلي شوي ترهه ګر د بے ګناه اولس قتل پشمول د ترهه ګرۍ يو شمير وارداتونو کښې ککړ وو، ترهه ګرو د ولقې نه وسله او ګوله بارود هم ترلاسه شوي ۔

