وزيراعظم شهبازشريف وئيلي دي چې امريکې او ايران ترمينځ امن معاهدې ته به راتلونکې څليريشت ګهنټو کښې دننه حتمي شکل ورکړې شي، پاکستان د امن مذاکرات دوران مسلسل عزم باندې د امريکې او ايران شکريه ادا کوي، طمع لرو چې دغه تاريخي معاهده به پائيدار امن لپاره يو مضبوط بنياد فراهم کوي ۔
اسلام آباد: په سماجي رابطو ويب سائټ ايکس باندې جاري بيان کښې وزيراعظم شهبازشريف اووئيل چې امريکې او ايران ترمينځ امن معاهده به راتلونکې څليريشت ګهنټو دوران اوشي ، امن معاهده مخکښې نه زياته نيژدې ده، حتمي مرحله څليرشت ګهنټو کښې متوقع ده ۔
هغه اووئيل چې پاکستان په دغه معاهدې باندې د اليکټرانک لاس ليک تيارې کوي، دې وروستو به راتلونکي هفته تکنيکي کچ باندې خبرې اترې کيږي ۔
د وزيراعظم وينا وه چې پاکستان امن مذاکرات دوران مسلسل عزم باندې د امريکي او ايران شکريه ادا کوي، وزيراعظم خطې کښې د نورو ملکونو حمايت هم ستائلي دې ۔
وزيراعظم شهبازشريف زياته کړې چې طمع لرو چې امريکې او ايران ترمينځ کېدونکې دغه تاريخي معاهده به منطقه کښې پائيدار امن لپاره يو مضبوط بنياد ثابت شي ۔

