کراچۍ کښې د بين الصوبائي منشيات نيټ ورک مهمه غړې انمول عرف پنکي نيولې شوې او عدالت ته پيش کړې شويده، عدالت دغه ملزمه عدالتي ريمانډ باندې جيل ته ليږلې ده، پوليس عدالت ته وئيلي چې انمول کراچۍ پشمول نورو صوبو کښې د منشياتو نيټ ورک چلوي، کاروائۍ دوران ملزمې قبضې نه کيميکل، منشيات، وسله برآمد شوې، پوليس دا هم وئيلي چې ملزمه لس نه سيوا مقدماتو کښې پوليس ته مطلوب وه ۔
کراچۍ کښې ګرفتاره شوې د کوکين ملکه په نوم نامتو منشيات نيټ ورک سرغنه انمول عرف پنکي د ګرفتارۍ نه پس عدالت ته وړاندې کړې شويده، عدالت ملزمه په عدالتي ريمانډ جيل ته ليږلي ده ۔
دې دوران د پنکي عدالت ته په ډرامائي انداز کښې د پيش کيدو ويډيو په سوشل ميډيا خپره شوې، چې پکښې ليدلي شي چې پنکي نه صرف بغير د هتکړو عدالت ته پيش شوې بلکه د هغې مخ هم نه وو پټ کړې شوې ۔
داخله وزير سندھ ضياالحسن لنجار او ايډيشنل آئي جي کراچۍ د پيښې سخت نوټس اخستو سره رپورټ طلب کړې او متعلقه افسرانو خلاف ئي انکوائري کولو هدايت کړيدي ۔
صوبائي داخله وزير وئيلي چې سندھ حکومت به د قانون په بالادستې هيڅ سمجهوته نه کوي، معامله کښې مرسته کونکي ټول کسان به جيل ته ليږلي شي ۔
ايډيشنل آئي جي اووئيل چې قانون خلاف ورزي به هيڅ صورت کښې برداشت نکړي شي،د ملزمه بغير هتکړو پيشي په معامله به کاروائي کولې شي ۔
د ملزمه پنکي يو بل ويډيو هم خپور شوېدې، چې پکښې قانون نافذ کونکو ادارو ته چيلنج ورکړې شوېدې، وائي چې هغه ټول کراچي کښې منشيات سپلائي کوي، اتا، نهه کالو نه زما نيولو کوشش کيږي خو هغه څوک هم نشي نيولې ۔
تفتيشي چارواکو مطابق ګرفتار شوې ملزمه ولقه نه کروړو روپو منشيات برآمد کړې شويدي، ملزمه آن لائن منشيات د مخصوص زنانؤ رائيډرز د لارې سپلائي کول، ملزمه لس نه سيوا مقدماتو کښې پوليس ته مطلوب وه ۔

