د نوښار ميا عیسیٰ سيمه کښې د شپول لګولو په لانجه دوه ډلو ترمينځ نښته شوې، پوليس وئيلي چې نښته کښې دواړو ډلو نه اووۀ کسان پحق رسيدلي دي ، پحق رسيدلې کسانو د يوې ډلې څلور وروڼه او د دوئمې ډلې پلار او دوه ځامن شامل دي ۔
نوښار: پوليس چارواکو وينا مطابق ميا عیسیٰ سيمه کښې د شپول په معمولي شخړه د دوه ډلو ترمينځ خونړي نښته شوې، دې دوران دواړو ډلو په يوبل ډزې کړې چې پکښې دواړو ډلو نه اووۀ کسانو پحق رسيدلي دي ۔
پوليس مخکښې وئيلي دي چې ډزو دوران پحق رسيدلي کسانو کښې د يوې ډلې څلور وروڼه او د دوئمې ډلې پلار او دوه ځامن شامل دي ۔
پوليس مطابق پحق رسيدلي وروڼو خښې زابق، واحد، صالح او محمد علي شامل دي، او د دوئمې ډلې زرعون شاه او د هغه دوه ځامن ماجد او ظهور هم پحق رسيدلي دي ۔
پوليس د پيښې وروستو سيمې ته ورغلې او د اووۀ وانړو کسانو مړې ئې ډې ايچ کيو هسپتال نوښار او قاضي حسين احمد ميډيکل کمپليکس ته منتقل کړې دي ۔
د سيمې خلقو وئيلي چې پحق رسيدلي څلور وروڼو د کور مخې ته شپول لګولو چې دې دوران د هغوي او زرعون شاه نومې کس دوه ځامنو ماجد او ظهور جهګړه اوشوي او بيا دغه جهګړه نوره سيوا شوې وه ۔
نوښار پوليس د پيښې مقدمه درج کولو لپاره پلټنې شروع کړې دي ۔

