د لکي مروت په سرائے نورنګ بازار کښې بمي چاودنه شوې، چاودنه کښې دوه ټريفک پوليس اهلکارانو پشمول اووۀ کسان شهيدان شوي او اتلس کسان ژوبل شوي دي، ژوبل کسانو کښې زنانه او ماشومان هم شامل دي ۔
لکي مروت: پوليس چارواکو وينا مطابق د نورنګ تهاڼې حدود کښې کښې سرائے بازار کښې موټرسائيکل کښې نصب شوي بارودي مواد ډزيدو لوجې زورداره چاودنه شوې ده ۔
پوليس چارواکو مخکښې وئيلي چې چاودنه کښې د ټريفک پوليس دوه اهلکارانو پشمول اووۀ کسان شهيدان شوي او اتلس نور کسان سخت ژوبل شوي دي ۔
پوليس ترمخه چاودنه کښې ژوبل شوي کسان نورنګ هسپتال ته منتقل کړې شوي، چې پکښې زنانه او ماشومان هم شامل دي ۔
چاودنې نه پس نورنګ هسپتال کښې هنګامي حالت نافذ کړې شوې، او پوليس د چاودنې په حوالي نورې پلټني پيل کړې دي ۔

