سعودي عرب هم د پاکستان د ثالثۍ د ملاتړ اعلان کړې ، او دې لړ کښې ئې د منطقې موجوده صورتحال کښې ټولو فريقينو ته د تحمل نه کار اخستو اپيل کړېدې ۔
رياض: سعودي خارجه وزارت بيان ترمخه سعودي عرب آبنائے هرمز کښې د معمول مطابق سمندري جهاز رانۍ بحالولو ته اهميت ورکوي ۔
بيان کښې زياته شوې چې سعودي عرب د پاکستان د ثالثۍ کوششونو مرسته کوي ، د مشرق وسطیٰ اوسني صورتحال کښي ټولو فريقينو ته د صبر نه کار اخيستل پکار دي ۔
دي نه وړاندي د سعودي عرب ولي عهد محمد بن سلمان د اماراتو صدر سره په ټيلي فون رابطه کړې ، د ايران لخوا بغير د څۀ جواز نه د حملې غندنه شوې ده ۔

