دفاع وزير خواجه آصف وئيلي دي چې مئي جنګ کښې پاک افواج بهارت ته تاريخي شکست ورکړې ، او اوس بهارت بيا په پاکستان د حملې کوشش نۀ شي کولې، اوس افغانستان د بهارت پراکسي جوړ شوې، او بهارت اوس د افغانستان د لارې پراکسي وار کوي، خواجه آصف دا هم وئيلي چې طالبانو ته د مود سرکاري مرستې ترلاسه دي، پاکستان د يو ښۀ ګاونډي په شان منطقه کښې امن غواړي ۔
سيالکوټ کښې ميډيا سره خبرو کښې دفاع وزير خواجه آصف اوئيل چې بهارت د افغانستان د لارې پراکسي وار کوي، افغانستان د هند پراکسي جوړ شوېدي، طالبانو ته د بهارت مرسته ترلاسه ده ۔
دفاع وزير اوئيل چې مونږ ښه ګاونډي په شان خطې کښې امن غؤاړو، پاک فوج بهارت ته شکست ورکړېدي او د هغه غرور ئي خاورو کښې ميلاؤ کړېدي ۔
دفاع وزير مخکښې وئيلي چې خُله ماتي شکست نه پس اوس بهارت بيا د حملې کولو جرات نشي کولې، ذاتي مفادات په ځائے قامي مفادات ته ترجيح ورکول پکار دې ۔

