شمالي وزير ستان او ډي آئي خان بيلا بيلو پيښو کښې دوه ترهه ګر کمانډران وژلي شوي دي ، ذرائعو ترمخه شمالي وزير ستان کښې د ملک سيف الله قتل کښې ککړ ترهه ګر وژلې شوي ، بلخوا ډي آئي خان کښې د کالعدم تنظيم مطلوب کمانډر هم وژلې شوېدې ۔
شمالي وزيرستان: مقامي سرچينو ترمخه د ميران شاه علاقې درپه خيل سيمه کښې مقامي خلقو کاروائي کړې ده ۔
د مقامي خلقو کاروائۍ دوران د ملک سيف الله قتل کښې ککړ د کالعدم تنظيم ګل بهادر ګروپ مهم کمانډر اباسين عرګ کينار وژلې شوې دې ۔
ذرائعو مخکښې وئيلي دي چې وژلې شوي ترهه ګر کمانډر د شمالي وزيرستان ملک سيف الله وژلو پيښه کښې نيغ په نيغه ککړ وو ۔
بلخوا د ذرائعو ترمخه ډي آئي خان درابن کښي سيکيورټي فورسز د ترهه ګرو خلاف ايکشن کړے ، د کاروائي دوران د کالعدم تنظيم ټي ټي پي کمانډر سهيل عرف قاري وژلے شوې ۔

