پاکستان د پهلګام پيښې په اړه بهارتي پروپيګنډه او بے بنياده تورونه رد کړي، خارجه دفتر ترجمان وئيلي چې بهارت منطقه کښې د امن کوششونو ته نقصان رسولو هڅې کوي، بهارت مقبوضه کشمير کښې د بشري حقونو خلاف ورزيانې جاري ساتلي دي، ترجمان ترمخه سندهه طاس معاهده معطل کول د نړيوال قوانين خلاف ورزي ده، عالمي برادري دې بهارت د اشتعال انګيزۍ او منفي پروپيګنډې څخه منع کړي ۔
اسلام آباد: خارجه دفتر ترجمان طاهر حسين اندرابي وئيلي دي چې پهلګام پيښه د پاکستان سره تړل د بهارت کوششونه قابل مذمت دي، خطې کښې د امن لپاره سفارتي کوششونه روان دي، بهارت داخلي سياسي مقاصد لپاره دروغو بيانيه جوړوي ۔
ترجمان اووئيل چې آپريشن بنيان مرصوص وروستو د بهارت الزاماتو نوې مهم برخه ده، بهارتي پروپيګنډه د اصل مسائل نه عالمي توجه لرې کولو کوشش دې، عالمي برادري د هند دروغو پروپيګنډے سره بے لارې کېدي نشي، بهارت په مقبوضه کشمير کښې د بشري حقونو خلاف ورزيانې جاري ساتلي دي ۔
خارجه دفتر مطابق کشميريان د حق خوداراديت نه محرومه کول د اقوام متحده قراردادونو خلاف ورزي ده، د بهارت اشتعال انګيز بيانات او جارحانه اقدامات سره د خطې امن متاثره کيږي ۔
د ترجمان وينا وه چې سندھ طاس معاهده معطل کول د نړيوال قوانيونو خلاف ورزي ده، عالمي برادري دې بهارت د اشتعال انګيزۍ او منفي پروپيګنډے کولو نه منع کړي ۔

