غيرملکي ميډيا وئيلي دي چې فيلډ مارشل عاصم د امريکې صدر ډونلډ ټرمپ سره رابطه کړې، فيلډ مارشل عاصم امريکائي صدر ته واضحه کړې چې د آبنائے هرمز بندش د مذکراتو په لار کښې لوئې خنډ دې، صدر ټرمپ وئيلي چې د هرمز بندش ختموؤلو لپاره د فيلډ مارشل عاصم منير په درخواست غور کوي ۔
غير ملکي خبري اداره رائټرز خپل يو رپورټ کښې وئيلي دي چې د آبنائے هرمز پرانستلو حوالې سره د فيلډ مارشل عاصم منير او امريکي صدر ډونلډ ټرمپ ترمينځ رابطه شوې ده ۔
خبري ادارې د پاکستان سيکيورټي چارواکو په حواله وئيلي چې فيلډمارشل عاصم منير په صدر ټرمپ واضحه کړې چې د آبنائے هرمز بندش د مذاکراتو په لار کښې لوئې خنډ دې ۔
خبري اداره دعوې کوي چې صدر ټرمپ د فيلډ مارشل عاصم منير لخوا د هرمز پرانستلو حوالې سره په درخواست غور شروع کړې ۔

