ايران د مذاکراتو دوئم دور لپاره پاکستان ته د نۀ راتلو اعلان کړې ،ايراني خارجه وزارت مطابق امريکي د ډز بندۍ خلاف ورزي کړې ، ايران د مذاکراتو دوئم کښې ګډون نۀ کولو فيصلې نه پاکستان خبر کړيدې ۔
تهران: خبري غونډې ته وينا پرمهال د ايران خارجه وزارت ترجمان اسماعيل بقائي په ډاګه کړې چې ايران فې الحال امريکې سره د نوې مذاکراتو دور څه منصوبه نۀ لري ۔
ترجمان زياته کړې چې موجوده حالاتو کښې تهران لخوا واشنګټن سره براه راست خبرو اترو په حقله په څه پيشرفت غور نۀ کيږي ، امريکې ثابت کړې چې سفارتي عمل مخ په وړاندې بوتلو کښې سنجيده نۀ ده ۔
اسماعيل بقائي وئيلي چې امريکې د سيز فائر خلاف ورزي کړې ، دا خبره ايران د مذاکراتو ثالث پاکستان ته رسولې ، د ايران او امريکې ترمينځ اختلافات برقرار دي د کوم لوجې چې فوري توګه د مذاکراتو امکان په نظر نۀ راځي ۔

