ټول ملک کښې شپږ اتيايم يوم پاکستان قامي جوش او جذبې سره نمانځلې شوې ،د سحر مونځ نه پس جوماتونو کښې د ملک امن او استحکام لپاره خصوصي دعاګانې غوښتلې شويدي،سرښار اسلام آباد کښې د يوديرش او څلور واړو صوبو کښې د يويشت يويشت توپو سلامي ورکړي شويده،په مزار اقبال د ګارډز د بدلون دستوره شويده،د کفایت شعارۍ مهم لوجې روايتي پريډ نۀ کولو اعلان شوې وو ۔
ټول ملک کښې شپږ اتيايم يوم پاکستان قامي جوش او جذبې سره نمانځلې شوې ،د سحر مونځ نه پس جوماتونو کښې د ملک امن او استحکام لپاره خصوصي دعاګانې غوښتلې شويدي ۔
پہ دٰ موقع صدر آصف علي زرداري او وزيراعظم شهباز شريف ټول قام له د يوم پاکستان مبارکي ورکړيده، صدر مملکت وئيلي دي چې مونږ خپلو بزرګانو ته خراج عقيدت وړاندې کوؤ چې د هغوي د قربانو او جدوجهد وروستو پاکستان په وجود کښې راغلې وؤ ۔
صدر مملکت اووئیل چٰ تاريخ ګواه دې چې مونږ باهمي تعاؤن، محنت او صلاحيت په ذريعه په هر قسمه مشکل قابو موندلې دې ۔
بلخوا وزيراعظم شهبازشريف هم ټول قام ته د يوم پاکستان امبارکې ورکړې او وئيلي دي چې د آزادې نعمت په اصل کښې زمونږ د مشرانو د قربانو او جدوجهد نتيجه وه، پاکستان د قائد اعظم د تصوراتو مطابق جوړولو لپاره د ډير زيات محنت ضرورت دې ۔
فيلډمارشل عاصم منير او د مسلح افواج مشرانو ټول قام له د يوم پاکستان اومبارکي ورکړيده، يوم پاکستان په مناسبت خپل پيغاماتو کښې فوجي مشرانو د پاکستان آزارې لپاره مبارزه کونکو ته خراج تحسين وړاندې کړېدے او وئيلي ئي دي چې د ملک امن او تحفظ باندې به هيڅ قسم سمجهوته ونۀ کړو ۔
د پاک فوځ مطبوعاتي اداره آئي ايس پي آر لخوا جاري شوي پيغام کښې وئيلي شويدي چې ملک د ترهه ګرې او سخت دريزې د چيلينجونو سره مخ دې، د ملک سلامتيا ته ورپيښ خطرو مقابله کوؤلو لپاره چامتو يو ۔

