وزيراعظم شهبازشريف د کفايت شعارۍ مهم باندې د عمل درآمد نګرانۍ ذمه واري انټيلي جنس بيورو يونې آئي بي ته سپارلي ده، دې حوالې سره جاري نوټيفکيشن کښې وئيلي شوي چې آئي بي به د وفاقي وزارتونو، ډويژنز او خودمختار ادارو کښې د کفايت شعارۍ په مهم د عمل درآمد نګراني کوي،اعلاميې ترمخه د حکومتي کفايت شعارۍ مهم باندې د عمل درآمد هفته وار رپورټ به وزيراعظم او کميټۍ ته پيش کولي شي ۔
اسلام آباد: جاري شوي نوټيفکيشن مطابق آئي بي به د وفاقي وزارتونو، ډويژنز او خودمختار ادارو کښې د کفايت شعارۍ مهم باندې د عملدرآمد نګراني کوي ۔
اعلاميې ترمخه د قامي اسمبلۍ او سينيټ سيکرټريټ کښې هم د کفايت شعارۍ مهم باندې عملدرآمد نګراني کولو ذمه واري آئي بي ته په غاړه کړې شوې ۔
نوټيفکيشن ترمخه آئي بي به د حکومتي کفايت شعارۍ مهم باندې د عمل درآمد هفته وار رپورټ وزيراعظم او کميټۍ ته پيش کوي،دې لړ کښې وزيراعظم دقامي کفايت شعاري مهم باندې سل فيصده عملدرآمد هدايت کړېدي ۔
دې نه وړاندې د عوامي ريليف لپاره د اقداماتو متعلق جائزه اجلاس کښې وزيراعظم وئيلي چي د معاشي استحکام او عوام لپاره ريليف د حکومت اولين ترجيح ده،دحکومت په وخت فيصلو لوجي دا وخت ملک کښې د پيټروليم مصنوعاتو مناسب مقدار موجود دي ۔

