د بنو په ډوميل سيمه کښې نامعلومه وسله والو ډزې کړې ،چې پکښې نامتو سماجي شخصيت او د امن کميټۍ غړې ملک نبي الله شهيد شوې، او د هغۀ دوه ملګرې تښتولې شوي ۔
بنو: پوليس چارواکو وينا مطابق د بنو ډوميل سيمه کښې نامعلومه کسانو ډزې کړې، چې پکښې نامتو سماجي شخصيت او د امن کميټۍ غړې ملک نبي الله شهيد شوې، او د هغۀ دوه ملګرې تښتولې شوي ۔
پوليس چارواکو وئيلي چې شهيد شوې ملک نبې الله تعلق د لکي مروت مچن خيلو سره وؤ، پوليس د پيښې نورې پلټنې پيل کړيدي ۔
د مقامي ذرائعو ترمخه د لکي مروت مچن خيل سيمې سیاسي او سماجي تن ملک نبي الله خان سره د دوه نورو ملګرو بنو ته راغلې وو، کوم چې ډوميل سيمه کښې وسله والو نيولي دي ۔
سرچينو وئيلي چې ترهه ګرو ملک نبي الله خان باندې ډزې کړي چې پکښې هغه په موقع شهيد شوې دې، او د هغه دوه نور ملګري لا هم بے درکه دي ۔

