سيکيورټي فورسز لکي مروت کښې د ترهه ګرو خلاف انټيلي جنس بيسډ آپريشن کړې، آئي ايس پي آر وائي چې ډزو تبادله کښې پينځه ترهه ګر وژل شوي، وژلي شوي ترهه ګرو نه وسله او ګوله بارود برآمد شوي، ترهه ګر په علاقه کښې يو شمير تخريبي کاروائيانو کښې ککړ وو، په علاقه کښې د نورو وسله والو خاتمې لپاره کليئرنس آپريشن روان دې، د ترهه ګرې خاتمے لپاره به پوره قوت سره کاروائيانې جاري دي ۔
د پاک فوج اطلاعاتو شعبې له لوري جاري بيان کښې وئيلي شوي چې سيکيورټي فورسز لکي مروت کښې په خفيه اطلاع کامياب آپريشن کړېدې ۔
آئي ايس پي آر وئيلي دي چې آپريشن دوران ترهه ګرو سره د ډزو تبادله هم شوې، چې پکښې پنځه ترهه ګر وژلي شويدي ۔
بيان کښې وئيلي شوي چې وژلي شوي ترهه ګرو نه وسله او ګوله بارود برآمد شوي، ترهه ګر په علاقه کښې يو شمير تخريبي کارروائيانو کښې ککړ وو ۔
آئي ايس پي آر دا هم وئيلي چې په علاقه کښې د نورو وسله والو خاتمے لپاره کليئرنس آپريشن روان دې، د ترهه ګرې خاتمے لپاره به پوره قوت سره کارروائيانې جاري دي ۔

