پيمرا په خېبر نيټ ورک د افغان او بهارتي هيکرز حملې سخت نوټس اخستې ، او دې لړ کښې ئې د حفاظته اقداماتو نور مضبوطولو هدايات جاري کړېدي، پيمرا نوټي فکيشن کښې وئيلي شوي چې لائنس هولډر ټول سيټلائټ چينلز دې خپل مانيټرنګ سسټم هم مضبوط کړې او دې حوالې سره دې څليريشت ګهنټو ددنه رپورټ پيمرا کښې جمع کړي ،تيره ورځ خېبر نيټ ورک باندې د بهارت او افغانستان هيکرز لخوا د هيکنګ کوشش په وخت کاروائۍ سره ناکامه کړې شويدې ۔
اسلام آباد: پيمرا مطابق ټول لائنسنس هولډرز ته هدايت شوې چې هغوي دې خپل اپ لنک فيسيلټيز، انکرپشن او مانيټرنګ سسټمز نور هم مضبوط جوړ کړي، چې د څه قسم ممکنه مداخلت يا سائبر حملې مقابله اوکړې شي، دې ترڅنګ چينلز ته انټروژن ډيټيکشن سسټم نصب کول او دې حوالې سره دې څليريشت ګهنټو کښې دننه رپورټ پيمرا کښې جمع کړي ۔
پيمرا لخوا دا هدايت هغه وخت جاري شول کله چې په دولسم مارچ د شپې لس بجې د خېبرنيټ ورک په نشرياتو د افغانستان هيکر او بهارت سهولت کارو لخوا سائبر حملې کوشش اوکړې شو ۔
د پيمرا او نور رياستي ادارو د فوري او موثره کاروائي لوجې دا حمله ناکامه کړي شوه،او اوس د خېبرنيټ ورک نشريات بغير د څه ځنډ جاري دي ،خيبرنيټ ورک د دې خبرې اعاده کړې چي پيمرا آرډيننس دوه زره دوه او د ميډيا ريګوليشنز مکمل پابندي کوي ۔
خيبرنيټ ورک د ټول رياستي ادارو ، خصوصا د پيمرا او سکيورټې ايجنسو په وخت مرسته کولو شکريه ادا کړې ،او وئيلي چي د قامي سلامتۍ او عوام ته مستند معلومات رسول به په هيڅ صورت متاثره نه کړے شي ۔

