وزيراعظم شهبازشريف جده کښې د سعودي عرب ولي عهد محمد بن سلمان سره اهم ملاقات کړې، ملاقات پر مهال نائب وزيراعظم اسحاق ډار او فيلډ مارشل سيد عاصم منير هم موجود وو، ملاقات پر مهال دواړو مشرانو ترمينځ د مشرقِ وسطیٰ په موجوده صورتحال تفصيلي خبرې شويدي ، دواړو مشرانو منطقه کښې امن او استحکام ته وده ورکولو باندې اتفاق کړې، وزيراعظم وئيلي چې پاکستان به آزمائشي حالاتو کښې هميشه په شان سعودي عرب سره کلک ولاړ وي ۔
سعودي عرب ته په مختصر دوره رسيدو باندې د جدې په ايئرپورټ په رائل ټرمينل کښې د مکه ريجن ډپټي ګورنر د وزيراعظم تود هرکلې کړې دې ۔
رياض کښې دپاکستان سفير احمد فاروق او نور سفارتي عمله هم د وزيراعظم استقبال لپاره موجود وه ۔
وزير اعظم شهبازشريف جده کښې د سعودي ولي عهد محمد بن سلمان سره ملاقات کړې، چې پکښې د ايران ۔ اسرائيل جنګ وروستو پيدا شوې صورتحال او د سيمې سيکيورټۍ په معاملو خبرې شويدي ۔
دواړو مشرانو منطقه کښې امن او استحکام ته وده ورکولو باندې اتفاق کړې، وزيراعظم وئيلي چې پاکستان به آزمائشي حالاتو کښې هميشه په شان سعودي عرب سره کلک ولاړ وي ۔
وزيراعظم دا هم وئيلي چې پاکستان به منطقه کښې امن او استحکام ته وده ورکولو لپاره خپل کوششونه جاري ساتي ۔

