مشرقِ وسطیٰ کشيدګي، وزيراعظم شهباز شريف په مختصر دوره سعودي عرب ته رسيدلې، وزير اعظم به د سعودي ولي عهد محمد بن سلمان سره ملاقات کوي او ورسره به ايران ۔ اسرائيل جنګ وروستو پيدا شوې صورتحال او د سيمې سيکيورټۍ په معاملو خبرې کوي، ملاقات دوران به دوه اړخيزه اړيکو پراختيا په معامله هم خبرې کيږي، وزيراعظم شهباز شريف د ولي عهد په بلنه دوره کوي، او ملاقات وروستو به وطن ته واپس راځي ۔
سعودي عرب ته رسيدو باندې د جدې په ايئرپورټ په رائيل ټرمينل کښې د مکه ريجن ډپټي ګورنر د وزيراعظم دروند استقبال کړېدي ،رياض کښې دپاکستان سفير احمد فاروق او نور سفارتي عمله هم د وزيراعظم استقبال لپاره موجود وه ۔
وزيراعظم آفس لخوا جاري اعلاميه مطابق وزيراعظم به سعودي ولي عهد سره ملاقات وروستو سمدستي وطن ته واپس راځي ۔
اعلاميه کښې وئيلي چي وزيراعظم او سعودي ولي عهد ترمينځ ملاقات کښې به خطه کښې موجود صورتحال ، علاقائي سلامتي او دوه اړخيزه تعلقاتو باندې تفصيلي خبرې اترې کوي ۔
وزيراعظم آفس مطابق د وزيراعظم دې دورې سره د سعودي عرب پاکستان سره سفارتي ميدان کښي مثبت کردار واضحه کيږي، او پاکستان به په سفارتي ميدان کښې خپل دا کردار تل ادا کوي ۔

