د مولانا فضل الرحمان خليل په مشرۍ کښې افغانستان ته د پاکستان درې کيسزه وفد په دوره ترجمان دفترخارجه وئيلي چې کومو خلقو افغانستان ته دوره کړې ، دا دوره د پاکستاني حکومت لخوا نه وه، دغه پاکستانې وفد په ذاتي حيثيت کښې افغانستان ته تلې دې ،ترجمان دفترخارجه طاهرحسين اندرابي مطابق افغانستان سره زمونږ رويه کښې هيڅ بدلون نيشته ، بارډرز لا بند دې، البته افغانستان نه زمونږ مطالبه ده چې ترهه ګرو خلاف دې مضبوط اقدامات پورته کړي ۔
اسلام آباد: د پاکستا وفد د افغانستان دورې په معامله خپل ردعمل کښې د دفترخارجه ترجمان طاهرانداربي اووئيل چې کومو خلقو افغانستان ته دوره کړې ، هغه عزت دار خلق دي، ولې دا دوره پاکستان حکومت لخوا نه وه، چا چې دوره کړې هغوې په ذاتي حيثيت کښې افغانستان ته تلي دي ۔
هفته ميډيا بريفنګ ته وينا کښې طاهرحسين اندرابي زياته کړې چي افغانستان سره زمونږ رويه کښې هيڅ بدلون نيشته ،بارډرز له بند دي،له نور هيڅ نوے نيشته، البته افغانستان نه زمونږ مطالبه چې ترهګرو خلاف دې مضبوط اقدامات پورته کړې ۔
دفترخارجه وينا وه چې آبنائے هرمز متعلق ممکنه رابطو په آړه ختمي تصديق نشو کولي،البته دفاعي او عسکري چارواکي دايراني هم منصبو سره په رابطه کښې دي ۔

