شپږويشتم نومبر احتجاج کيس کښې اسلام آباد ترهه ګرۍ مخنيوي عدالت وزيراعلیٰ خېبرپښتونخوا دوه مقدماتو کښې اشتهاري ملزم ګرځولې دې، عدالت د خېبرپښتونخوا صوبائي وزيران مينا خان آفريدي، شفيع جان، امجد علي او اقبال آفريدي هم اشتهاري ملزمان ګرځولي ۔
اسلام آباد: عدالت وزيراعلیٰ سهيل آفريدي او څلور نور کسان اشتهاري ملزمان ګرځولي، دې کسانو باندې تهانه رمنا کښې شپږويشتم نومبر احتجاج سلسله کښې دوه کيسونه درج وؤ ۔
اسلام آباد ترهه ګرۍ مخنوي عدالت وزيراعلیٰ سهيل آفريدي او څلور نورو ملزمانو ته ديرش ورځو کښې پيش کيدو حکم کړې، او وئيلي دي که چرې دې دوران عدالت ته پيش نشو نو پر ضد به ئې قانوني کاروائي کوؤلې شي ۔
ياده دې وي چې د تحريک انصاف اتيا فيصد ايم پي ايز باندې اسلام آباد کښې مقدمات درج دي، دا مقدمات د اسلام آباد اتلس پوليس سټيشنو کښې درج دي ۔

