بنو پټونه ممندخيل سيمه کښې په يو دکان کواډ کاپټر ډرون حمله شوې ، حمله کښې درې کسان پحق رسيدلي او يو کس ژوبل شويدې، پحق رسيدلي او ژوبل تن هسپتال ته منتقل کړې شوي، او پوليس د پيښې نورې پلټنې پيل کړېدي ۔
د بنو مختلفو سيمو کښې د ترهه ګرو لخوا د کواډکاپټر حملو سلسله جاري ده، چې پکښې د مرګ ژوبلې اطلاعات هم مخې ته راځي ۔
د مقامي ذرايعو ترمخه بنو پټونه ممندخيل سيمه کې د ماتي سکول سره نيزدې په يو دکان کواډ کاپټر ډرون حمله شويده
کواډ کاپټر حمله کښې درې کسان پحق رسيدلي او يو ژوبل شوي دي ۔
د پيښي ورسته د سيمي خلق د پيښې ځائې ته ورغلي دي ، او مړو او ژوبل تن يي هسپتال ته منتقل کړي دي ۔
د پيښې وروسته پوليس د کواډکاپټر حملې روزنامچه درج کړي او نورې پلټنې ئې پيل کړيدي ۔

