د بټګرام ډي ايچ کيو هسپتال کښې سحر وختي نامعلومه کسانو ډزې کړې چې پکښې پوليس اهلکار شهيد شوې دې، د شهيد اهلکار شناخت نيا علي په نوم شوې دې ۔
بټګرام: تفصيلاتو مطابق ډسټرکټ هيډکوارټر هسپتال کښې پوليس کانسټيبل نياز علي د معمول مطابق ډيوټي کوله چې سحر وختي پنځه نيمې بجے نامعلومه کسانو هسپتال کښې ډزې اوکړې ۔
د نامعلومه کسانو ډزو کښې په ډيوټۍ موجود پوليس اهلکار سخت ژوبل شوې، وو، څوک چې ايمرجنسي ته رسولو نه پس ايوب ټيچنګ هسپتال ته منتقل کيدو دوران په لاره ساه ورکړې او شهيد شويدې ۔
پوليس وئيلي چې ډزو نه پس ملزمان تيښته کا کامياب شوي، د ملزمانو نيولو لپاره چهاپې جاري دي او نوره کاروائي هم روانه ده ۔

