موسمياتو محکمې راتلونکي دوه ورځو دوران خېبر پښتونخوا پشمول د ملک نورو غريزو سيمو کښې د باران او د واورې وريدو امکان څرګند کړې، او وئيلي دي چې دې دوران به د پښتونخوا، پنجاب او د ملک نورو ميداني علاقو کښې د لړې او سموګ هم امکان دې ۔
اسلام آباد: موسمياتو محکمې خپل بيان کښې وئيلي چې راتلونکي دوه ورځو دوران خېبر پښتونخوا، ګلګت بلتستان او کشمير کښې ځائې په ځائې د باران او په غرونو د واورې وريدو امکان دې ۔
بيان کښې وئيلي شوي چې دې دوران د خېبر پښتونخوا غريزو سيمو کښې د باران او واورې وريدو امکان دې، او د صوبې نورو سيمو کښې به د وچ موسم پيشنګوئي شويده ۔
موسمياتو محکمې مطابق دې دوه ورځو کښې به د خېبر پښتونخوا او پنجاب ميداني علاقو کښې د لړې او سموګ سلسله هم جاري وي ۔
بيان کښې دا هم وئيلي شوي چې بابو سر ټاپ او خواؤشا نورو سيمو کښې زياتې واورې وريدو سره د سړکونو بنديدو انديښنه هم څرګند شويده ۔

