هانګ کانګ د يو رهائشي علاقې ودانې کښې اوور لګيدلې چې پکښې د مړو کسانو شميره پنځه شپيتۀ ته رسيدلې ده، بهر ملکي خبري ادارو مطابق دغه پيښې نه پس يو شمير کسان بے درکه شوي، متاثره ودانو کښې امدادي هلې ځلې هم جاري دي ۔
هانګ کانګ: بهر ملکي خبري ادارو رپورټس مطابق د شمالي هانګ کانګ په تائي پو ضلع کښې يو رهائشي کمپليکس کښې تيره ورځ لګيدلې اوور تباهي خوره کړيده ۔
رپورټس مطابق د اوور لګيدو پيښه کښې د مړو کسانو شميره پنځه شپيتۀ ته رسيدلې ده ۔
دغه پيښې نه پس د مختلفو عمارتونو نه يو شمير کسان بے درکه شويدي، خبري ادارو مطابق پيښۀ کښې پنځوس کسان په موقع مړۀ شوي وو، او څلور کسانو هسپتال کښې ساه ورکړېده ۔
بهرملکي ميډيا مطابق دغه متاثره ودانو کښې امدادي هلې ځلې جاري دي

