سيکيورټي فورسز دخېبرپښتونخوا په کرم او شمالي وزيرستان کښې کاروائيانې کړي او په پاک افغان پوله ئې د ترهه ګرو دراندازۍ کوشش ناکامه کړېدې،آئي ايس پي آر وئيلي چې کاروائۍ کښې پنځه ويشت ترهه ګر وژلي شوي، وژلي شوي ترهه ګروکښې څلور خودکش بمبار هم شامل دي، ترجمان ترمخه ترهه ګرو سره د ډزوتبادله کښې پينځه ځوانان شهيدان شويدي ۔
آئي ايس پي آر طرف نه جاري بيان کښې وئيلي شوي چې سيکيورټي فورسز شمالي وزيرستان او کرمه کښې د ترهه ګرو دراندازۍ کوشش ناکامه کړې، او دې دوران پنځه ويشت ترهه ګر وژلي شويدي ۔
آئي ايس پي آر مطابق د شمالي وزيرستان په سپين وام سيمه کښې پنځلس ترهه ګر وژلي شويدي ۔
بيان کښې وئيلي شوي چې کرمه کښې هم د ترهه ګرو دراندازۍ هڅه ناکامه کړې شوې، او ګهکي سيمه کښې لس ترهه ګر وژلي شويدي ۔
آئي ايس پي آر مخکښې وئيلي دي چې وژلي شوي ترهه ګرو کښې څلور خودکش حمله کونکي هم شامل وو ۔
کاروائۍ دوران ترهه ګرو سره د ډزو تبادله هم شوې چې پکښې د پاک فوج پنځه ځوانان شهيدان شويدي ، شهيد شوي ځوانانو کښې حوالدار منظور حسين، سپاهي نعمان الياس، سپاهي محمد عديل، سپاهي شاه جهان او سپاهي علي اصغر شامل دي ۔
د پاک فوج اطلاعاتو شعبې بيان کښې دا هم وئيلي چې سيمه کښې د نورو ترهه ګرو ممکنه موجودګۍ خلاف کليئرنس آپريشن جاري دې ۔

