بنګله ديش خلاف ټي ټوينټي سيريز لپاره د قامي کرکټ ټيم پنځلس لوبغارو باندې مشتمل سکواډ اعلان شويدې، دغه سکواډ کښې بابراعظم، محمد رضوان او شاهين شاه آفريدي يو ځل بيا نظر انداز کړې شويدي ۔
د پاکستان کرکټ بورډ بنګله ديش خلاف درې ميچونو باندې مشتمل ټي ټوينټي سيريز لپاره د پنځلس قامي ټيم لوبغاړو د سکواډ اعلان کړېدې ۔
دغه سکواډ کښې يو ځل بيا نامتو لوبغاړي نظر اندز کړې شوي، چې پکښې بابراعظم محمد رضوان او شاهين شاه آفريدي شامل دي ۔
پي سي بي مطابق سلمان علي آګا به د ټيم کپتان وي، نورو لوبغاړو کښې عباس آفريدي، ابرار احمد،احمد دانيال،فهيم اشرف، فخرزمان، صائم ايوب او حسين طلعت شامل دي ۔
سکواډ کښې محمد حارث، صاحبزاده فرحان، حسن نواز، خوشدل شاه، سلمان مرزا، صفيان مقيم او محمد نواز هم شامل دي ۔
د پاکستان او بنګله ديش ترمينځ اولنې ټي ټوينټي به په شلمه، دوئم به په دوه ويشتمه او دريم او آخري ميچ به په څليريشتمه جولائۍ ډهاکه کېښ لوبيږي ۔