د لوبو په ميدان کښې د پاکستان لپاره بل اعزاز،پاکستان ايشين يوتھ ګرلز نيټ بال چيمپئين شپ په خپل نوم کړېدې، ټورنامنټ کښې يوولس ټيمونو برخه اخستي وه، پاکستان د ايونټ ناقابل شکست ټيم ثابت شوي او فائنل پشمول ټول ميچونه ئې ګټلي دي ۔
جنوبي کوريا کښي لوبيدلې ايشين چيمپئن شپ کښي ګرين شرټس مسلسل په اووه ميچونو کښي کاميابي حاصل کړې او فائنل ګټلو سره د ايونټ ټرافي ئې هم په خپل نوم کړې ده ۔
پڅاکستاني ټيم فائنل ميچ کښي د مالديپ خلاف پينځه ديرش په مقابله کښې په شپته ګولز سره کاميابي حاصل کړې او ټرافي ئې ګټلې ده ۔
ايشين يوتھ ګرلز بال چيمپئن شپ د يوولس ټيمونو ترمينځه لوبيدلې ، ټيمونه په دوه ګروپس کښي تقسيم شوي وو ، ګروپ اے کښي ملائيشيا ، سنګاپور ، سري لنکا ، هانګ کانګ او بهارت شامل وو، او ګروپ بي کښي پاکستان ، جاپان ، کوريا ، مالديپ او سعودي عرب شامل وو ۔