وزيرداخله محسن نقوي وئيلي دي چې ايران اسرائيل سيرفائز کښې د وزيراعظم شهبازشريف اهم کردار وو، او د دې پشا هم وردي وه، محرم الحرام دوران هم اهنګي ډيره ضروري ده، علمائے کرامو هميشه د قيام امن لپاره بهترين کردار ادا کړيدې ۔
دا څرګندونې وزيرداخله محسن نقوي د مختلف طبقه فکر علماؤ سره خبرو اترو دوران کړيدي ،د هغۀ وينا وه چې پاک بهارت جنګ کښې د پاکستان زيات نقصان نه دې شوې، بهارت لخوا چې کوم ميزائل فائر شوي وؤ، هغه خپل هدف ته نۀ وو رسيدلي، پاکستان خپل جوابي کاروائي کښې سويلين آبادي په نښه کوؤلو نه ډډه کړې وه ۔
د ايران اسرائيل جنګ متعلق وزيرداخله وئيلي چې د دوانړه هيوادونو ترمينځ سيزفائر پشا وردي وه، دې سيزفائر کښې وزيراعظم شهبازشريف لوئې کردار ادا کړې ۔
په دې موقع وزيرمملکت برائے داخله طلال چوهدري وئيلي دي چې مونږ له د نفرت او فرقه بازې نه ډډه کوؤل پکار دي، ترهه ګرې خلاف به مونږ ټولو يو موټې کيدل پکار وي ۔
اجلاس ته خطاب کښې مولانا عبدالخبير آزاد وئيلي دي چې قيام امن لپاره مونږ د حکومت هر قسمه اقداماتو ملګرتيا کوؤ، پاکستان خلاف جارحيت کوؤنکو ته عبرت ناک شکست شويدې ۔