د باجوړ صديق آباد پهاټک سره نيزدې بمي چاودنه شوې چې پکښې اسسټنټ کمشنر ناوګئۍ پشمول پنځه کسان شهيدان او يوولس ژوبل شويدي،،ډي پي او مطابق شهيد شوي کسانو کښې اے سي فيصل اسماعيل، يو تحصيلدار، دوه پوليس اهلکار او يو عام وګړې شامل دي، بلخو آئي جي خېبرپښتونخوا متعلقه پوليس چارواکو نه د پيښې رپورټ طلب کړېدې ۔
د باجوړ ضلعي پوليس مشر وقاص رفيق وئيلي چې صديق آباد پهاټک ميله ګراؤنډ سره نيزدې بمي چاودنه کښې سرکاري ګاډې په نښه کړې شويدې ۔
ډي پي او مطابق چاودنه کښې د سوات اوډيګرام سره تعلق لرونکې اسسټنټ کمشنر فيصل اسماعيل ،وکيل نومې تحصليدار ، دوه پوليس اهلکاران حکيم او رشيد او يو عام کس شهيدان شويدي ۔
هغه اووئيل چې بمي چاودنه کښې يوولس کسان ژوبل شوي هم دي، څوک چې د خار ډي ايچ کيو هسپتال ته رسولې شويدي ۔
ډي پي او باجوړ وئيلي دي چې بمي چاودنه کښې د اسسټنټ کمشنر ګاډې په نښۀ شوې، او چاودنې سره ګاډي په مکمله توګه تباه شويدې ۔
بلخوا آئي جي خېبرپښتونخوا ذوالفقار حميد د آر پي او ملاکنډ نه د پيښې رپورټ طلب کړې او ترهه ګرو خلاف ئې د پوليس کاروائيانې نورې تيزولو هدايت هم کړېدې ۔