سيکيورټي فورسز د خېبرپښتونخوا مختلفو سيمو کښې کاروائيانې کړي، آئي ايس پي آر وئيلي چې دغه کاروائيانو کښې اتۀ ترهه ګر وژلي شويدي، ترهه ګرو سره د ډزو تبادله کښې د پاک فوج يو ځوان هم شهيد شويدې ۔
آئي ايس پي آر طرف نه جاري شوې بيان کښې وئيلي شوي چې سيکيورټي فورسز اولنې آپريشن د شمالي وزيرستان ميرعلي سيمه خښې په خفيه اطلاع کړې، چې پکښې درې ترهه ګر وژلي شويدي ۔
آئي ايس پي آر مطابق دوئمه کاروائي جنوبي وزيرستان کښې شوې، چرته چې دوه ترهه ګر وژلي شوي، د ترهه ګرو سره د ډزو تبادله کښې څلويښت کلن ځوان نائيک مجاهد خان شهيد شويدې ۔
د شپهيد شوې ځوان تعلق کوهاټ سره وو، څوک چې ترهه ګرو سره بهادرۍ سره جنګيدلې او وطن باندې ئې ځان قربان کړې دې ۔
آئي ايس پي آر مخکښې وئيلي چې دريمه او څلور مه کاروائي خيبر او بنو کښې شوې ،چرته چې درې ترهه ګر خپل انجام ته رسولې شويدي ۔
وژل شوؤ ترهه ګرو ولقې نه وسله او ګوله بارود برآمد شوي، ترهه ګر په فورسز حملو او خلقو ټارګټ کلنګ کښې ککړ وو ۔