دهند لخوا په لائن آف کنټرول د نهه ويشتم او ديرشم اپريل په شپه بغير د څه راپارولو نه ناترڅه ډزې شوي،د هند ډزو ډزو په جواب کښې پاک پوځ غاښ ماتې جواب ورکړې ،چې ورسره د دښمن ټولې توپې خاموشه شويدي ۔
پاک پوځ جوابى کاروائۍ کښې مقبوضه کشمير کښې په ايل او سى د بهارتى چکپترا پوسټ هم تباه کړېدې، هند د مقبوضه کشمير سرحدى علاقې د خلقو نه خالى کول شروع کړيدي ۔
سيکيورټى ذرائع وائى چې بهارت د ايل او سى سيز فائر خلاف ورزى کړې ، د هند لخوا د ايل او سى کيانى او منډل سيکټر کښې بغر د څه اشتعال ډزې شويدي ۔
سيکيورټى ذرائع وائى چې هند لخوا ډزو کښې د وړې وسلې استعمال شوې،وئيلى کيږى چې د هند ناتاره ډزو په جواب کښې پاک پوځ خُله ماتې جواب ورکړې او د بهارت ټولې توپې ئې فوري خاموشه کړېدي ۔
سيکيورټى ذرائعو مطابق پاکستان په ايل او سى د پاک پوځ جواب نه پس دشمن خاموشه پاتې شوې او داسې اطلاعات هم راغلي چې د دشمن يو شمير مورچې تباه کړې شويدي ۔