آرمي چيف جنرل عاصم منير وئيلي دي چې د دوه قامي نظريې په بنياد پاکستان قائم شوې وو،پاکستان د ګڼ شمير قربانو نه پس جوړ شوېدې، د دې د تحفظ او دفاع لپاره به هيڅ قسمه سمجهوته ورنکړو ۔
کاکول کښې د پاسنګ آؤټ پريډ دستورې ته وينا په وخت آرمي چيف د پاکستان خلاف بهارتي پروپيګنډا مسترد کړې،او وئيلي دي چې بهارتي ميډيا د روايتي پروپيګنډې د لارې حقائق نشي پټولې ۔
آرمي چيف جنرل عاصم منير اووئيل چې بهارتي روايتي ميډيا او سوشل ميډيا د دروغو د لارې تاريخ نشي مسخ کولې ، مسلمانانو ژوند ټول اړخونه د هندوانو نه مختلف دي ۔ زمونږ مذهب ، رسم ورواج ،روايات ، سوچ او عزائم هندوانو سره سمون نۀ خوري ۔
آرمي چيف زياته کړې چې د دوه قومي نظرئې بنياد دا وو چې مسلمانان او هندوان دوه قومونه دي ، زمونږه مشرانو د پاکستان تخليق لپاره ډيري قربانې ورکړي، مونږ د پاکستان په دفاع ښۀ پوهيږو او ښۀ ئې کولې شو ۔