قذافي سټيډيم لاهور کښې لوبيدلې د پي ايس ايل لسم ايډيشن پنځلسم ميچ کښې د کوئټه ګليډې ايټرز 143رنز هدف په تعاقب کښې کراچي کنګز مقرره اوورونو کښې 137 رنز جوړ کړې او ميچ ئې بيللې دې ۔
کوئټه ګليډي ايټرز 19٫3 اوور کښې 142 رنز جوړ کړي وو، چې پکښې فهيم اشرف ټولو نه زيات 43، کوسال مينډس 36 اور حسن نواز 35 رنز باندې آؤټ شوي وو ۔
کراچي کنګز طرف نه حسن علي يو ځل بيا شاندار باولنګ کړې وو او درې وکټې ئې اخستې وې، مير حمزه، عباس آفريدي دوه ،دوه، محمد نبي او فواد علي يو، يو وکټ په خپل نوم کړې وې ۔
مقرره هدف په تعاقب کښې کراچي کنګز مقرره اوورونو کښې اتۀ وکټو په زيان 137 رنز جوړ کړي او ميچ ئې بيللې دې، کراچي کنګز لخوا جيمز ونس 30، حسن علي 24 او عمير بن يوسف 11 رنز جوړ کړي وو ۔
کوئټه ګليډي ايټرز طرف نه محمد عامر، خرم شهزاد او محمد وسيم دوه، دوه ، ابرار احمد او سعود شکيل يو، يو وکټ اخستې وې ۔
څلور اوورونو کښې صرف پنځلس رنز ورکولو او يو وکټ اخستو باندې د کوئټي ګليډي ايټرز ابرار احمد د ميچ بهترين لوبغاړې ګرځولې شويدې ۔