نړيوال مارکيټ کښې د پيټروليم مصنوعات قيمتونه کميدو د ثمراتو نه اولس محرومه کړې شويدي ، حکومت راتلونکي پينځلس ورځو پورې د پيټروليم مصنوعاتو قيمتونه برقرار ساتلي ۔
اسلام آباد: وزارت خزانه اعلاميې ترمخه د پيټروليم مصنوعاتو قيمتونه برقرار ساتلي شوي دي ، پيټرول به په خپل نرخ دوه سوه څلور پنځوس ،دري شپيته پيسې في ليټر او ډيزل به دوه سوه اته پنځوس ، څلورشپيته پيسې في ليټر ميلاويږي ۔
عالمي منډئۍ کښې د تيلو نرخونو کښې کمي پيټروليم ليوي زياتولو سره ايډجسټ کړے شوې ، پيټرولو باندې ليوي اته روپے ، دوه اوويا پيسې في ليټر زياته کړے شوې ۔
بلخوا وزير اعظم شهبازشريف منلې چې نړيوال مارکيټ کښې د تيلو نرخونه کم شوي ولې د دې فائده به د بلوچستان اولس ته منتقل کولې شي ۔