د نوښار په تاروجبه علاقه کښې ايکسائز پوليس اهلکارو باندې ډزو پيښه کښې دوه کانسټيبلان او ډرائيور شهيد شوېدي ۔
ايکسائز انسپکټر فياض وينا ترمخه د منشياتو سمګلنګ په اطلاع ناکه بندي شوې وه چې دې دوران يو ګاډي کښې ناست سمګلرانو په ايکسائر اهلکارو ډزې کړيدي ۔
ايکسائز چارواکو مطابق د شرخوښو ډزو کښې شهيد شوي اهلکارانو کښې سپاهي مجاهد خان ، سپاهي افتخار او ډٖرائيور شبير خان شامل دي ۔
ډزو دوران دوه اهلکاران په موقع شهيدان شوي وو، او ډرائيو سخت ژوبل شوې وو، هسپتال ته منتقل کيدو نه پس هغه ساه ورکړې ده ۔
دايکسائز په ګاډي ډزو نه پس ملزمان په تيښته کښي کامياب شوي، دايکسائز محکمي اعلیٰ افسرانو او دخيبر پښتونخوا پوليس مشر په دغه درديدلې پېښه دسخت غم او درد اظهار کړې او وئيلي ئې دي چې پيښه کښي ککړ ملزمان به ډير زر ګرفتار کړے شي او سختي سزا سره به مخ کړے شي ۔
بلخوا دمحکمه ايکسائزد شهيد کړے شوو اهلکارو جنازه پوليس لائن کښې ادا شوې چې پکښې پوليسو مشر ، سي سي پي او پيښور او دايکسائز محکمي افسرانو ګډون کړې دې ۔